close

ننګرهار کې سېلاب ځپلي کروندګر د مرستې غوښتنه کوي

اطلاعات روز: د هېواد په ختیځ ننګرهار کې د تېرو څو ورځو سختو بارانونو او له امله یې راوتلو  سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د دغه ولایت کرندګر وایي، د ورښتونو او سېلابونو له امله یې سلګونه جريبه رسېدلي فصلونه له‌منځه تللي دي.

د ننګرهار د کوز کونړ (ښېوې) ولسوالۍ اوسېدونکی رفیع الله وایي، تراوسه سېلاب ځپلو کروندګرو سره مرسته نه ‌ده شوې او له زیاتو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي.

هغه له طالب مسوولینو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو او بارانونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي.

رفیع الله وویل: «د وړمې ورځې سیلاب او باران زما څلور جریبه ځمکه له منځه وړې چې په کې غنم او تازه سبزجات کرل شوي وو، غنم مې لو کړي و او په همدې ورځو کې مرې تهرېشل کول چې سیلاب له خاورو سره خاورې کړل سبزجات مې هم سیلابي اوبو لاندې کړي او خراب شوي.»

په ورته وخت کې د ننګرهار د بهسودو ولسوالي اړوند «بېلې» سیمې اوسېدونکى عبدالحد وايي، د وروستيو سختو ورښتونو او سېلابونو له امله يې فصلونه سیلابونو وړي او کور یې ويجاړ شوى او دغه راز د کورنۍ دوه غړي یې د همدې سېلابونو پر مهال ژوبل شوي دي.

 هغه وايي، چې تراوسه ورسره د حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري هېڅ ‌راز مرسته نه‌ده شوې او نه یې چا غږ اورېدلی دی.

عبدالحد زیاتوي:«دلته په بهسودو ولسوالۍ کې مې دولس جریبه ځمه په اجاره نیولې وه، خو ټول فصلونه سېلاب وړي او پاتې هغه یې ږلۍ وهلي دي هیڅ مرسته له کروندګرو سره نه ده شوې او بزګران له زیاتو ستونزو سره مخ دي غوښتنه کوو چې باید له زیانمنو شوېو کورنیو سره مرسته ترسره شي.»

د دغه ولایت د ګوشتې ولسوالۍ کروندګر نورالله چې له کلونو راهېسې د دهقانۍ پر چارو بوخت دی، وایي ټولې هیلې یې د سږني کال د غنمو او د تازه سبزجاتو فصل ته وه، خو باران، ږلۍ او سېلابونه یې دا هیلې له خاورو سره خاورې کړې.

هغه د همدې ځمکې د حاصلاتو له برکته د خپلې اووه کسېزې کورنۍ لپاره نفقه برابروله، خو اوس یې فصلونه د سېلاب اوبو لاندې کړي او هیڅ ورته نه دي پاتې.

بلخوا د کرنیزو چارو کارپوه فایق شاه مومند له مرستندویه موسېساتو څخه د یادې ستونزې د دایمي حل لپاره د سېلابونو د مخنیوي په موخه د چک‌ډیمونو جوړېدو غوښتنه کوي. د هغه په وینا د چک‌ډیمونو په جوړېدو سره به خلک د سېلابونو له خطرونو وژغورل شي.

په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وایي، چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله په جلال اباد ښار او مختلفو ولسوالیو کې یو کس خپل ژوند بایللی او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره بارانونو او سېلابونو په دغه ولایت کې کروندګر زیانمن کړي او په سلګونه جریبه ځمکه یې ولاړ فصلونه او تازه سبزجات له منځه وړي دي.

ده وویل، د کرنې ریاست په همکارۍ یو شمېر موسېساتو له لوري په ټولو زیانمن شویو سیمو کې سروې پیل شوې چې ډیر ژر به ورسره لازمې مرستې وشي.

اقلیمي بدلون، بې وخته ورښتونه، د حاصلاتو د بازار نشتوالی، د سړخو خونو نشتون، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو کمښت، د مسوولو ادارو نه پاملرنه او ډېر کله د ټرانزیټي لارو تړل کېدل هغه ستونزې دي چې له امله یې ډیری وخت کروندګر له ستونزو سره مخ وي.