د طالبانو د «ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون» ویلي چې دا کمیسیون «د ځمکو د چارو او د غصب شویو ځمکو د استرداد په وزارت» بدلېږي.
د دې کمیسیون سکرتر احسان الله وثیق نن (یکشنبه، ۲۱ د غوایي) په کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال په دې اړه خبر ورکړی.
ده ویلي چې د دې وزارت د جوړېدو تر وخته «د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون» خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته، د غصب شویو دولتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ لپاره دا کمیسیون او یوه بله ځانګړې محکمه جوړه کړې ده.
دا ډله وایي چې تر اوسه یې ۳.۹ میلیون جریبه غصب شوې ځمکه بیرته اخیستې چې په دې لړ کې ۶۶ زره جریبه ځمکه په کابل کې وه.
مګر په عین مهال کې د غصب شویو دولتي ځمکو د استرداد په تړاو د دې ډلې اقدامات له پراخو نیوکو سره مخ دي او د ځمکو یو شمېر مالکان هم وایي چې د هغوی اسناد په بې پرې توګه نه کتل کېږي.