close
Photo: @MOPVPE1

د طالبانو امربالمعروف د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته د «نامشروع» کارونې په اړه خبرداری ورکړ

اطلاعات روز: د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبرداری ورکړی، چې د ټولنیزو رسنیو پاڼې څاري او د «ټولنیزو رسنیو غیر مشروع او غیر اخلاقي استعمال د قانوني تعقیب وړ دی».

د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر نن (یکشنبه، ۲۲ د غویي) په یوه غږیز کلیپ کې چې د ملي تلویزیون له پاڼې خپور شوی، ویلي چې هیڅ فرد او بنسټ اجازه نه لري چې ټولنیزې رسنۍ د خپلو «ناسمو او غیر اخلاقي موخو لپاره وکاروي».

هغه زیاته کړې، چې ټولنیزې رسنۍ باید د «موثقو خبرونو خپرولو، دیني او عصري علومو د ترویج د مسلمان امت د یووالي او د یو بل درناوي لپاره وکارول شي، نه دا چې د تعصب، سپکاوي، اخلاقي انحرافاتو او فکري تحریف لامل وګرځي».

د طالبانو دغه چارواکي په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې د دې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د «خپلو قانونی صلاحیتونو او امکاناتو په رڼا کې هغه ټولې شبکې، پاڼې او ادرسونه څاري او تعقیبوي یې چې د امت د عقیدې، فکر او ټولنیز روان د تخریب هڅې کوي».

هغه د ټولنې له ټولو غړو په ځانګړي ډول بهر میشتو افغانانو څخه غوښتي، چې ټولنیزې رسنۍ «د اسلام د دفاع د امت د وحدت د ټینګښت او داخلاقي ارزښتونو د پالنې په موخه وکاروي».

د طالبانو امربالمعروف وزارت خبرداری ورکړی، چې د ټولنیزو رسنیو «غیر مشروع او غیر اخلاقي» استعمال د قانوني تعقیب وړ دی.

داسې ښکاري چې طالبان په هیواد کې د بیان پر آزادۍ د محدودیتونو د زیاتولو په هڅه کې دي.

طالبانو تر دې دمه په رسنیو او خبریالانو سخت بندیزونه لګولي دي او په وار وار یې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دې ډلې د محدودیتونو د نه مراعاتولو له امله نیولي او بندیان کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول هم منع کړي دي. په داسې حال کې چې د وګړو انځورونه د ټولنیزو رسنیو د منځپانګې لویه برخه جوړوي.