اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د کابل د سروبي ولسوالۍ اړوند «نغلو» سیمه کې دوه ځونان اوبو ډوب کړي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
یو ځایي اوسېدونکي عبدالصمد وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (سې شنبه، ۲۳ د غویي) د سروبي ولسوالۍ اړوند د نغلو سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد ځوانان د کبانو نیولو په موخه د سروبي ولسوالي «نغلو» سیمه کې د کابل سیند ته تللي وو چې ډوب شوي دي.
هغه زیاتوي چې مړه شوي کسان شېرآغا او رحیم الله نومېدل چې ۲۵ او ۲۸ کاله عمرونه یې لرل او د سروبي ولسوالي د «اوزبین» سیمې اوسېدونکي وو.
د سرچینې په وینا د یادو کسانو مړي یې له څو ساعتونو وروسته د خلکو په هلو ځلو د کابل-جلال اباد د لویې لارې اړوند «تنګي» سیمه کې له اوبو را اېستلي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د ننګرهار په درونټې سیمه کې هم د ننګرهار پوهنتون د وترنرۍ پوهنځي یو محصل د لامبو پر مهال د کابل سیند ډوب کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی و.
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په نورو سیمو کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو خلک ډوب کړي او مړه شوي دي.