اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې له پاکستانه راستنو شویو ته د څه باندې څلور مېلیونه افغانیو په لګښت ۲۶ استوګنیز کورونه جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.
د کونړ د اقتصاد ریاست لپاره د طالبانو رییس عبدالله همت وایي، دا کورونه د ناروې کمېټې (NCA) په مالي ملاتړ جوړ شوي دي.
همت زیاتوي، دغه استوګنیز کورونه د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې جوړ شوي او تېره ورځ (سې شنبه، ۲۳ د غویي) پر راستنو شویو وېشل شوي دي.
نوموړي د دغو کورونو د ټولیز لګښت او په کې د شته امکاناتو په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
په همدې حال له پاکستانه راستانه شوي له پراخې بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو شکایت کوي او د طالبانو له نظام او مرستندویه ادارو دې برخې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.
کونړ کې له پاکستانه راستنو شویو ته دا کورونه داسې مهال جوړېږي چې لا هم په دې ولایت کې زرګونه را ستنې شوې کورنۍ د سرپناه، کار روزګار نشتوالي او اقتصادي ستونزو سر ټکوي.