اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغان پناه غوښتونکو د موقت خوندیتوب د لغوه کېدو په اړه د امریکا د کورني امنیت وزارت د وروستۍ اعلامیې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې «د افغانانو د راستنېدو په اړه له امریکا سره رغنده خبرو ته اماده دي».
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم د افغان پناه غوښتونکو د موقت خوندیتوب د پای ته رسېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او نور خپل هیواد ته د پناه غوښتونکو د ستنېدو مخنیوی نه کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د کریسټي نوم اعلامیه یو «مثبت اقدام او د واقعیتونو درک» بللی او په وینا یې، چې دا د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه والی تاییدوي.
بلخي په اعلامیه کې ویلي، چې د نوم څرګندونې د امنیت، اقتصاد او نورو برخو کې د طالبانو پر مثبتو لاسته راوړنو «څرګند اعتراف» دی.
اټکل کېږي چې په امریکا کې ۱۴ زره او ۶۰۰ افغان پناه غوښټونکي د موقت خوندیتوب په شرایطو پوره دي چې د روانې می میاشتې پر ۲۰ نېټه خپل موقت خوندیتوب بایلي او د شړل کېدو له خطر سره مخ دي.
ځینو پناه غوښتونکو د طالبانو د انتقام اخیستنې له وېرې هیواد پرېیښی دی.
په عین مهال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان د ازاد تګ-راتګ حق لري».
بلخي لیکلي، چې طالبان د هغو افغان وګړو د راستنېدو په تړاو چې په کوربه هیوادونو کې د پاتې کېدو په شرایطو نه دې برابر له امریکا او نورو هیوادونو سره رغنده خبرو ته خپل چمتووالی اعلانوي.
ده ویلي: «موږ د داسې دوه اړخیزو میکانیزمونو او خپلو اتباعو ته د قونسلي خدماتو په اهمیت ټینگار کوو چې له منل شویو معیارونو سره سم د پیچلتیاوو مخنیوی وکړي، د ملي امنیت اندیښنو ته ځواب ووایي او د راستنیدونکو اتباعو عزت او حقوق تضمین کړي.»
اوس مهال له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدنه دوام لري.
پر افغانستان د طالبانو بیا ځلې واکمنېدو وروسته د کډوالۍ نوې څپه پیل شوې. د پناه غوښتونکو زیاته برخه د پخواني حکومت نظامیان او چارواکي، مدني فعالان او خبریالان دي، چې د طالبانو د انتقام اخیستنې او ځپنې له ویرې یې هیواد پرېیښی دی.