اطلاعات روز: له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو سره هممهاله، په افغانستان کې د دې هیواد استازولیو د افغان اتباعو لپاره د ویزو په ورکړه او موده کې هم محدودیتونه لګولي دي.
د ایران د ویزې ځینې غوښتونکي وايي، چې په کندهار کې د ایران قونسلګرۍ اعلان کړی چې له دې وروسته به دوه میاشتنۍ هوايي او ۴۵ ورځنۍ ځمکنۍ ویزې صادرې کړي.
د غوښتونکو په وینا، له دې مخکې د ایران هوایي ویزې د دریو میاشتو لپاره او ځمکنۍ ویزې د دوو میاشتو لپاره د اعتبار وړ وې.
د یو سیاحتي شرکت مسوول وايي، چې د کندهار په استازولۍ کې د کورنۍ ویزې د غوښتنلیکونه ثبتول هم بند شوي دي.
د هغه په وینا، تر دې وړاندې په کابل کې هم د ایران سفارت هغو کورنیو ته چې له دریو کسانو څخه زیات غړي به یې لرل، ویزې نه ورکولې.
د ایران د ویزې غوښتونکي وايي، چې د افغان اتباعو لپاره د ویزې ورکول محدود شوي او د نوم لیکنې سایټونه بند شوي او کله ناکله اجازه ورکول کېږي.
د دغو غوښتونکو څخه یو یې وايي، چې د افغانستان په شمال کې د ایران د استازولۍ څخه د ویزې د اخیستلو لګښت ۳۵۰۰۰ افغانۍ دی.
اوس مهال افغان وګړي د ایران د ویزې د غوښتنلیکونو د ثبت لپاره د دغه هیواد د سفارت وېبپاڼو ته لاسرسی نه لري، او ډېری غوښتنلیکونه د شرکتونو له لارې ثبتېږي.
ایران داسې مهال افغانانو ته د ویزې په ورکړه کې محدودیتونه وضعه کړي، چې دغه هېواد هغه کډوال چې د سرشمېرنې کاغذونه لري له خپل هیواده شړي او له هغوی غواړي چې بېرته د ویزې په اخیستو راستانه شي.
افغان وګړي په خپل هیواد کې د بې کارۍ او وزلۍ له امله ایران او نورو هیوادونو ته د کار لپاره ځي، خو هلته بیا د کوربه هیوادونو د ناوړه چلند او اخراج له ګواښ سره مخ وي.