اطلاعات روز: هلمند کې ځايي سرچینې وایي، چې «وسله والو غلو» د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو ۱۹ کلن ځوان وژلی او موټر سایکل یې ترې وړی دی.
ځايي سرچینې وایي، چې دا پېښه تېره شپه (چهارشنبه، ۲۴ د غويي) د لښکرګاه ښار اړوند «بولان» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، وژل شوی ځوان احمدشاه نومیده او «نامعلومو وسله والو غلو» لومړی هغه په ډزو وژلی او بیا یې ترې موټر سایکل وړی دی.
هلمند کې ځایي طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لښکرګاه ښار اوسېدونکي له ناامنۍ او دشپې مهال د وسله والو غلو له زیاتوالي شکایت کوي.