اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې په دوو جلا ترافیکي پیښو کې دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
په ننګرهار کې یوې ځایي سرچینې وویل، چې تېره ورځ (شنبه، ۲۷ د غویي) د کونړ-جلال اباد پر لویه لاره د بهسودو ولسوالۍ په «تنګي» سیمه کې د سراچې او کرولا ډوله موټرو ترمنځ ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې یو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې ټپيان شوي کسان د ولسي خلکو په مرسته د کامې روغتون ته لیږدول شوي دي.
بلخوا د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره طالب ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې تېر ماښام د مهترلام ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند «شهید بابا» سیمه کې یوې رېکشې له یوه اېکوا برق موټر سره ټکر کړی، چې پر مهال یې رېکشا چلوونکي خپل ژوند بایللی دی.
یادې دواړه ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوي دي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د هیواد په مختلفو سیمو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي، خو د مخنیوي په برخه کې یې لازم اقدامات نه دي شوي.