close
انځور: استول شوی

نامعلومې وژنې؛ هلمند کې د یوه ځوان جسد موندل شوی

اطلاعات روز: د هلمند ولایت کې ځایي سرچینې وایي چې د دې ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند په «کلاکوټي» سیمه کې د یوه ځوان په ډزو ویشتل شوی جسد موندل شوی.

سرچینې زیاتوي، داسې ښکاري چې دا پېښه تېره ورځ (شنبه، ۲۷ د غوايي) رامنځته شوې او نامعلومو وسلوالو د دې ځوان لاسونه په ځنځیر او رسۍ تړلي او بیا یې وژلی دی.

د وژل شوي کس د هویت او د وژنې د انګېزې په تړاو تر دې دمه جزییات نه دې تر لاسه شوي.

تر اوسه هلمند کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو هم په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې نامعلومې وژنې زیاتې شوې دې.