اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په کتنه کې په تدریجي توګه د کډوالو د ستنېدو غوښتنه کړې ده.
امیر خان متقي چې ایران ته یې د تهران د خبرو-اترو په مجمع کې د ګډون په موخه سفر کړی، پرون (شنبه، ۲۷ د غویي) یې له عراقچي سره کتلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل ویلي، چې متقي او عراقچي په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي مسایلو، اوبو او کډوالو په اړه خبرې کړې دي.
د تکل په وینا، متقي د کابل او تهران اړیکې مهمې بللې دي او د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړول یې ضروري بللي.
امیر خان متقي په ایران کې د افغان کډوالو په اړه ویلي، چې طالبان ژمن دي چې د کډوالو د بیرته ستنېدو زمینه برابره کړي، مګر ایرانی لوری باید د کډوالو په ستنولو کې تدریج ته پام وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست افغانستان ته د زندانیانو د انتقال په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه هم کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر دې په ټینګار سره چې دواړه اړخونه د دوه اړخیزو اړیکو په نوې مرحله کې دي، ویلي چې «زموږ اړیکې د پراخېدو په حال کې دي».
عراقچي د دې څرګندونو په کولو سره چې د کډوالو ستنېدنه باید تدریجي او ابرومندانه وي، په ایران کې د کډوالو لپاره د زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو پر ژمنې ټینګار کړی.
ایران د سږ کال له لومړیو څخه د کډوالو شړل پیل کړي او غواړي چې تر دوه میلیونه زیات کډوال اخراج کړي.
دې هیواد تېر کال یو میلیون وګړي ایستلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه هم د کډوالو د شړلو لړۍ روانه ده مګر په عین مهال کې افغانسان له شدید اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.