اطلاعات روز: د اروپايي ټولنې د بشري مرستو څلورم فورم، چې د اروپايي کمېسیون او پولېنډ په کوربه توب ترسره کېږي، نن (دوشنبه، ۲۹ د غویي) په بروکسل کې پیلېږي.
ټاکل شوې چې دا غونډه به سبا هم دوام وکړي، او د افغانستان کړکېچ به پکې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرستې ورونیکا بوسکوویچ پوهر ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې نوموړې به په دغه نړیوال بشردوستانه فورم کې د افغانستان د بشري بحران د ریښو په اړه خبرې وکړي او ملي او سیمه ییز حل لارې به وپلټي.
اروپايي ټولنه له متحده ایالاتو وروسته د افغانستان لپاره تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی.
د اروپا څلورم بشري فورم په داسې وخت کې جوړېږي چې له افغانستان سره مرستې په جدي توګه کمې شوې دي. د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل وروسته امریکا خپلې مرستې بندې کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې وايي، چې دوی د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.