اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې ناڅرګندو وسلوالو د دې ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې یو کس په ډزو وژلی دی.
سرچینه وایي، دا کس چې «سمیع الله» نومېده، نن (یکشنبه، ۲۹ د غوایي) د نورګرام ولسوالۍ په «تیتین» سیمه کې وژل شوی.
سرچینه زیاتوي چې یاد کس د کلاشینکوف په ډزو وژل شوی خو د وژل کېدو علت او د پېښې عاملین روښانه نه دي.
تر اوسه نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولینو هم د یادې پېښې په تړاو څه نه دې ویلي.
دا په داسې حال کې چې تر دې درې ورځې وړاندې د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې هم د ناڅرګندو وسلوالو له لوري یو کان کیندونکی په ډزو وژل شوی و.
بل لور ته، له هلمند څخه هم ځایي سرچینو خبر ورکړی چې د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو جسد موندل شوی چې په ډزو ویشتل شوی و.
د یادونې وړ ده چې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې نامعلومې وژنې زیاتې شوې چې له کبله یې د امنیت په اړه د خلګو اندیښنې زیاتې شوې دي.