close

لغمان کې په یوې ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او اته ټپیان شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې په یوې ترافيکي پېښه کې دوه کسان مړه او ٨ نور ټپيان شوي دي.

د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې دغه پیښه نن سهار (جمعه، ۲ د غبرګولي) سهار د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ په «سرخکانو» کې سيمه کې رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، په دې پیښه کې د کرولا، پاسو او ټوډي ډوله موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې د دوو ماشومانو او څلور ښځو په ګډون په کې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په خبره ټپیان یې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لیږدولي چې له ډلې یې د ځینو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ بلل شوى دى.

د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ډېر کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

د موټر چلوونکو بي احتياطي، د ترافيکي قوانینو نه مراعاتول، د موټر چلوونکو له خوا د نشه یي توکو کارول، په زیات سرعت تګ او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د دغه پيښو د رامنځته کيدو اصلي لاملونه بلل کېږي.