close

ننګرهار کې ۳۲۵ زده کوونکو خپل د فراغت کالي بېوزله زده کوونکو ته ډالۍ کړي

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د یوې لېسې د دولسمو ټولګیو څخه فارغو زده کوونکو خپل ځانګړي کالي بېوزله زده کوونکو ته ډالۍ کړي دي.

د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د «محمدي صاحبزاده عالي لېسې» زده کوونکي وایي، چې ۳۲۵ فارغانو خپل کالي د دې لېسې ادارې ته تسليم کړي، ترڅو د لوی اختر په ورځو کې یې  پر بېوزلو زده کوونکو ووېشي.

د یادو زده کوونکو له ډلې د عبدالرحمن ساپي په نوم یو زده کوونکی وایي، سږکال د دې لېسې له دولسمو ټولګیو څخه فارغېدونکو زده کوونکو دا کالي د دې لپاره اخيستي وو، چې د فراغت په ورځ ور باندې لاسليکونه وکړي، خو وروسته يې د بېوزله کورنیو اقتصادي وضعيت ته په کتو پرېکړه وکړه چې دغه ځانګړي کالي د دې لېسې هغو زده کوونکو ته ډالۍ کړي کومو چې لوی اختر لپاره کالي نه وي کړي.

د هغه په خبره دا کار یې د ملي احساس، بېځایه لګښتونو مخنیوي، افغاني کلتور او د خپلې ټولنې غربت ته په کتو کړی دی.

بلخوا په خواله رسنیو کې هم د یادو زده کوونکو دا کار ستایل شوی او له نورو زده کوونکو هم غوښتل شوي چې د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره دې ورته چاره ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په ښوونځيو کې پر زده کوونکو د لونګۍ او خولۍ پر سر کول جبري کړي او دغه راز یې ګڼ شمېر د ځانګړي یونېفورم نه مراعات له امله له ازموینو شړلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو زده کوونکي منع کړي وو، چې له ښوونځیو او پوهنتونونو د فراغت پر مهال دې پر خپل جامو لاسلیکونه نه کوي.