close
OCHA Afghanistan

د خوړو د خوندیتوب د درجه بندي راپور: په افغانستان کې د خوړو د ناامنۍ لوړه کچه لا هم دوام لري

اطلاعات روز: د خوړو د خوندیتوب د درجه بندۍ د راپور له مخې، په افغانستان کې د خوړو د ناامنۍ لوړه کچه لا هم دوام لري.

دا راپور چې نن (چهارشنبه، ۱۴ د غبرګولي) خپور شوی، د روان میلادي کال په مارچ او اپریل میاشتو کې په افغانستان کې ۱۲.۶ میلیون وګړي د خوړو د ناامنۍ په لوړه کچه کې دي او د بحران له مرحلې یا هم بدتر (آی پي سي ۳ یا هم تر دې لوړ) حالت سره مخ وو.

په دې راپور کې ویل شوي چې په دې وګړو کې ۱.۹۵ میلیون وګړي په بېړنۍ مرحله (آی پي سي ۴) او ۱۰.۶۴ میلیون وګړي د کړکېچ په مرحله (آی پي سي ۳) کې وو.

له دې راپور سره سم، د غذایي امنیت له اړخه بدخشان په تر ټولو بد حالت کې و او ۴۰ سلنه نفوس یې په درېیمه مرحله کې یا هم د غذایي امنیت په لوړه طبقه کې دی.

له دې راپور سره سم، تر بدخشان وروسته بلخ، بامیان، دایکندي، غور، جوزجان، نیمروز او سرپل ولایتونه دي چې ۳۵ سلنه وګړګي یې د غذایي امنیت له اړخه د کړکېچ په مرحله (آی پي سي ۳) کې طبقه بندي شوي دي.

د خوړو د امنیت د درجه بندي په راپور کې وړاندوینه شوې چې د روان میلادي کال د می او اپریل میاشتو تر منځ هم په افغانستان کې ۹.۵۲ میلیون وګړي د غذایي امنیت د بحران په مرحله یا هم تر دې په لوړه (آی پي سي ۳ یا هم لوړه) کې طبقه بندي شوي. په دې افرادو کې ۱.۶ میلیون وګړي په بېړنۍ مرحله او ۷.۹۳ میلیون وګړي د غذایي امنیت په مرحله کې شامل دي.

د خوړو د امنیت د درجه بندي له راپور سره سم، په افغانستان کې د خوړو ناامني تر ډېره حده د شړېدونکي اقتصاد، د بشرپالو مرستو د پام وړ کمېدو او د سیلاب او وچکالۍ په ګډون د چاپېریالي افتونو له امله ده.

په دې راپور کې ویل شوي چې ځایي فقر او کمو کاري فرصتونو هم د افغانستان خلګ له اسیب پذیره وضعیت سره مخ کړي دي.

له دې راپور سره سم، د بشرپالو مرستو ۴۰ سلنه کمښت به پر اسیب پذیره کورنیو د پام وړ اغېز ولري او د بودجې د کمښت له امله به په راتلونکو میاشتو له هغو وګړو چې له بېړنۍ غذایي ناامنۍ سره مخ دي، په متوسطه توګه له ۱.۶ میلیون وګړو څخه یوازې ۶۲۵ زره وګړي د لوړ کیفیت غذایي مرسته تر لاسه کړي.

د خوړو د امنیت د درجه بندي په راپور کې ویل شوي چې د بودجې کمښت به د راتلونکې ژمي پر مهال د لوړ کیفیت غذایي مرستو د پراخولو مخنیوی وکړي؛ هغه مهال چې واوره ټولنې نورې هم ګوښې کوي او لوږه به هم په خپل اوج کې وي.

په دې راپور کې ویل شوي چې دا اغېز به د هغو کورنیو او افرادو لپاره ویجاړوونکی وي چې پر مرستو د ژغورنې د یوې سرچینې په توګه متکي دي.

له دې راپور سره سم، د وروستیو کلونو پر مهال په افغانستان کې د غذایي امنیت د ښه والي په برخه کې پام وړ پرمختګ شوی دی، خو دا پرمختګونه لا هم د ماتېدو له ګواښ سره مخ دي.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی دی چې که اسیب پذیره کورنۍ لا هم پایداره او پراخې بشرپالې مرستې لکه خوراکي، تغذیوي او کرنیزې مرستې تر لاسه نه کړي، نو هغه پرمختګونه به له لاسه ووزي چې تر اوسه تر لاسه شوي او په میلیونونو وګړي به د خوړو د بېړنۍ ناامنۍ کچې ته ور وګرځي.

د روان میلادي کال پر مهال د امریکا د مالي مرستو تر غوڅېدو وروسته د افغانستان د بشرپالي ملاتړ برنامه د بودجې له سخت کمښت سره مخ شوه.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږي کوونکي دفتر (اوچا) له راپور سره سم، د بودجې کمښت د دې لامل شوی دی چې د ۱۴۵ میلیون ډالرو په ارزښت مرستندویي پروژې ودرېږي او د افغانستان له خلګو سره خوراکي مرستې له خطر سره مخ شي.