اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه رینجر موټر د ماین چاودنې پر مهال پنځو طالب سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښټې ده.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه پېښه نن (پنج شنبه، ۱۵ د غبرګولي) له غرمې وروسته ماسپښین شاوخوا ۰۱:۰۰ بجه دره نور ولسوالۍ ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د سرچینې په خبره د یادې چاودنې په پایله کې دوه طالب سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي، چې په کې د دره نور ولسوالۍ «دلګی» مشر هم شامل دی.
سرچینه زیاتوي چې تر اوسه د دې چاودنې نوعیت معلوم نه دی چې د سړک غاړې ځای پر ځای شوی ماین و او که د چسپکي ماین له امله رامنځته شوې.
ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه یې مسوولیت چا منلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو مرموزې وژنې ډېرې شوې دي.