اطلاعات روز: د لوی اختر په رارسېدو سره په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ وایي، چې د طالبانو له لوري لګول شوي
محدودیتونه، فقر بېوزلي، اقتصادي ستونزې او په لویه کچه بې روزګاري هغه لاملونه دي چې د تېر په څېر د لوی اختر لمانځنه نه کېږي او د خلکو چمتووالی هم پیکه شوی دی.
د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی سردارولي چې د یوې اته کسېزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی او دا مهال په جلال اباد ښار کې کراچۍ چلوي وایي، له تېرو څلورو کلونو راهېسې د خراب اقتصادي وضعیت له امله نهشي کولای چې د قربانۍ لپاره څاروي واخلي.
نوموړی له خپل بد وضعیت څخه شکایت کوي او وايي، د ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او تر ډېره د ګاونډیانو په مرسته ګوزاره کوي او خپل ژوند مخ ته وړي.
سردارولي وویل: «پخوا به چې اختر و نو ډېر به ورته خوشالېدم ځکه معاش مې درلوده او د کورنۍ ستونزې مې حل وې، خو اوس بیخي له اختر نه یم خبر د یو کوچني څاروي د اخېستلو توان نه لرم او زما په شان زیاتره کورنۍ له همدې وضیعت سره مخ دي.»
د لغمان د مرکز مهترلام اوسېدونکې ۳۶ کلنه عاقله چې په لاس ګڼدل شوي توکي ښار کې پلوري، وايي د تېرو کلونو په پرتله یې پېرېدونکي کم شوي او په سختۍ د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ برابروي.
د هغې خاوند پوره شپږ کاله وشول چې د شخصي دښمنۍ پر مهال وژل شوی او هغه اوس د پنځو اولادونو سرپرستي کوي.
د عاقلې په خبره بېوزلي او لوږه هغه حقیقت دی چې د نوموړې کورنۍ ترې ځوریږي او له امله یې نه شي کولای چې ان په اخترونو کې نوې جامې او د اختر میوه او خواړه واخلي.
عاقله زیاتوي: «زه په کور کې د ماشومانو او ښځو کالي جوړوم او بیا یې پلورم د تېر په څېر ګټه نه کوي د ورځې دوه یا درې جوړه جامې ګنډم چې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ راته پاتې کیږي غریبۍ مو اختر له یاده وېستلی اولادونه مې جامې غواړي، خو زه به د کور کوم ضرورت پوره کړم مونږ د مرستې غوښتنه کوو.»
په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت، د بهرنیو هیوادونو د مرستو د کمیدو او پر ښځو د وضع شویو محدودویتونو له کبله د هغو میرمنو ژوند لا پسې سخت کړی چې د خپلو کورنیو سرپرستي ور په غاړه ده. دغه مېرمن غوښتنه کوي چې طالب مسوولان باید په لغمان ولایت کې د بې سرپرسته ښځو لپاره د کار کولو زمینه برابره او د کاروبار یو ځانګړی ځای مشخص کړي.
په ورته مهال څاروي پلورونکي وایي، چې سږکال په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د څارویو بيې د تېر کال په پرتله د پام وړ کمې شوي، خو د خلکو اقتصادي حالت ته په کتو بیا هم د څارویو قیمتونه لوړ دي.
د څارویو د یو ه پلورونکي سید حسین په وینا، د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او له همدې کبله سږکال د څارویو خرڅلاو خورا کم شوی دی.
سید حسین زیاته کړه: «سږکال د څارویو بیې کمې شوي او لامل یې دا ده چې څوک د قربانۍ څاروي د اخېستلو توان نه لري، نو سوداګر مجبوره دی چې په کمه بیه خپل څاروي وپلوري ځکه څوک یې نه اخلي؛ که تېر کال یو څاروی په ۳۰ زره افغانۍ و هغه سږکال په شل زره افغانۍ دی.»
سږکال لوی اختر داسې مهال رارسیږي چې په دې وروستیو کې پر افغانستان د امریکا بهرنۍ مرستې بندې شوي، ګڼ شمېر نړیوالو بنسټونو خپل فعالیت درولی او په دې وروستیو کې له دولتي ادارو په زرګونه کسان د تنقیص په نامه له دندو ګوښه شوي دي.