اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ښار کې یو کس له خپلې ۲۵ کلنې میرمنې د چړې په وسیله سر غوڅ کړی دی.
یوې سرچينې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه پیښه تېره ورځ (سې شنبه، ۲۰ د غبرګولي) د کندهار ښار د پنځلسمې حوزې اړوند يخ کاريز سيمه کې د «قادر کالوني» کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وینا، په قتل تورن کس فضل محمد نوميږي او په نشه یي توکو معتاد و.
سرچينه زیاتوي، چې د وژل شوې ښځې څخه درې اولادونه چې يو یې شېدې خوړونکی و پاتې شوي دي.
ورته مهال کندهار کې د طالبانو امنيې قومندانۍ هم دغه پيښه تاييد کړې او ویلي یې دي چې تر دې مخکې فضل احمد د خپلې وژل شوې میرمنې سره د تاوتریخوالي ډک چلند کاوه.
د دغې قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی تورن کس نن سهار نيولی او ترحقيقاتو لاندې دی.
تر اوسه د پيښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو ډيرې دغه ډول پيښې د کورنې تاوتريخوالي له امله رامنځته کېږي.