close

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت: له اسنادو پرته بهرنیان دې په داوطلبانه توګه ووزي

اطلاعات روز: د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د وګړو په ګډون له ټولو بهرنیانو غوښتي چې له دې هیواده دې په رضاکاره توګه ووزي.

د پاکستاني رسنیو له راپور سره سم، د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت د غیر قانوني بهرنیو وګړو د چټکې شړنې خبر ورکړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، د بهرنیو وګړو د شړنې په وروستۍ مرحله کې چې د اپریل له لومړۍ نیټې پیل شوې وه، له دې هیواده ۲۱۶ زره او ۱۰۳ افغان وګړي ایستل شوي دي.

دې وزارت ویلي چې په ټوله کې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې بیا تر اوسه یو میلیون او ۱۰۲ زره او ۴۴۶ افغانان له پاکستانه شړل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی دی چې هغه کسان به له سخت قانوني چلند سره مخ شي چې غیر قانوني بهرنیان استخداموي او یا هم هغوی ته مېشتځای (په هوټل کې د مېشتېدو په شمول) برابروي.

د افغانستان د تابعیت کارت لرونکو کډوالو د ایستلو لړۍ په اپریل میاشت کې پیل شوه. ویل کېږي چې د دې کارت لرونکي ۸۰۰ زره وګړي شړل شوي دي.

له پاکستانه د کډوالو له ایستلو سره هممهاله، ایران هم افغان وګړي بیرته ستنوي.

اوس مهال له ایران څخه تر دوه میلیون د زیاتو کډوالو د ایستلو بهیر روان دی.