اطلاعات روز: د هیلو ټرسټ موسېسه چې د ماین پاکۍ په برخه کې کار کوي، وايي چې په افغانستان کې ۶.۴ میلیونه خلک د چاودیدونکو توکو له خطر سره مخ دي.
دې موسېسې پرون (سې شنبه، ۲۰ د غبرګولي) په یو راپور کې ویلي، چې افغانستان د ماینونو له پلوه یو له تر ټولو ککړو هیوادونو څخه دی.
د دې موسېسې د راپور له مخې، په افغانستان هره میاشت شاوخوا ۵۰ تنه د ماینونو د چاودنو او د جګړې څخه د پاتې ناچاودو توکو د چاودنو له امله مړه یا ټپیان کېږي.
هیلو ټرسټ ویلي، چې د دې چاودنو د قربانیانو ۸۰ سلنه ماشومان دي.
د دې سازمان یو مسوول فرید همایون په نړیواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړې چې دوی اندیښمن دي چې دا موضوع «هېر شوې بشري ستونزه» ګرځیدلې ده.
د هیلو ټرسټ په وینا، په هرو پنځو افغان وګړو کې یو یې د ماین پاکولو څخه ګټه پورته کوي.
دغه سازمان زیاته کړه چې دوی له ۱۹۸۸ کال راهیسې په افغانستان کې ۱۴۰۰ مربع کیلومټره ځمکه پاکه کړې، چې له ۱۷ میلیونه څخه زیاتو خلکو سره مرسته کوي.
سږ کال د امریکا د مالي مرستو د پرې کېدو له امله په افغانستان کې د بشردوستانه پروګرامونو په ځانګړي ډول د ماین پاکۍ پروګرام بودیجه په پراخه کچه کمه شوې ده.
ملګرو ملتونو په مکرر ډول د بودیجې د نشتوالي او د هغې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او له نړیوالې ټولنې څخه یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.