اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار ولکر ترک وایي چې طالبان لا هم په افغانستان کې له عمومي ژوند څخه د ښځو او نجونو سیسټماټیک حذف ته دوام ورکړی دی.
ښاغلي ترک نن (دوشنبه، ۲۶ د غبرګولي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په نهه پنځوسمه غونډه کې وویل چې طالبانو حتا له کوره دباندې د ښځو پر غږ بندیز لګولی او هغوی یې له زده کړو او کاره محرومې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو افرادو حقونو تر کلونو پرمختګ وروسته بیرته پرشاتګ کړی او یو شمېر بانفوذه افرادو «په ډاګه معلولیت لرونکي افراد ریشخندوي».
ده همدا راز په افغانستان کې د «ایل جي بي ټي کیو» ټولنې ته اشاره کړې او ویلي یې دې چې هغوی له قانوني محدودیتونو، نفرت او حتا تاوتریخوالي سره مخ دي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ بندیزونه لګولي دي او تر شپږم ټولګې لوړې نجونې یې له زده کړو منع کړې دي.
دې ډلې همدا راز پوهنتونونه او طبي انسټیټوټونه د ښځو په وړاندې تړلي او په اکثریت دولتي ادارو او داخلي او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو کې یې د هغوی پر کار بندیز لګولی دی.
له دې پرته، طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د وګړو پر خصوصي ژوند هم پراخ محدودیتونه وضع کړي دي او د «ایل جي بي ټي کیو» ټولنې غړي یې په ځلونو نیولي او کړولي دي.