اطلاعات روز: د ایران او اسراییلو د شخړې په دوام دواړو لورو یو ځل بیا پر یو-بل توغندیز ګوزارنه کړي دي او په دې لړ کې اسراییلو د ایران د دولتي ټلویزون صدا وسیما پر یوې ودانۍ برید وکړ او د دې رسنۍ خپرونې د یو څه وخت لپاره بندې شوې.
همدا راز، نن (دوشنبه، ۲۶ د غبرګولي) په اوږدو کې ایران هم د اسراییلو پر شمالي برخو توغندیز بریدونه کړي دي او اسراییلو ویلي چې دفاعي سیسټم یې فعال دی او د خطر زنګونه وهل شوي دي، مګر تر اوسه د دې بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دې ویل شوي خو اسراییلي چارواکو له خپلو وګړو غوښتي چې له پټنځایونو راوتلای شي، د دوی په وینا د ایران د بریدونو څپه ختمه شوې ده.
د ایران د دولتي ټلویزون پر ودانۍ د برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دې ویل شوي، یوه ایراني ژورنالیست یونس شادلو تر برید وروسته پر ټولنیزو رسنیو په یوه خپره ویډیو کې ویلي چې ګڼ همکاران یې په ودانۍ کې بند پاتې دي او د نوموړي د خبرو پر مهال لیدل کېږي چې پر ودانۍ اور بل دی.
له دې سره-سره، راپورونه وایي چې اسراییلي ځواکونو په اصفهان کې د ایران هستوي ساحې او همدا راز د عراق پولې ته څېرمه په ماریروان ښار کې بریدونه کړي دي، مګر د اوښتو ځاني او مالي تلفاتو په اړه لا هم معلومات نه دې ورکړل شوي.
بل لور ته د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جي ۷ هیوادونو د غونډې په څنډو کې خبریالانو ته ویلي چې ایران باید بیرته خبرې پیل کړي، خپل ذروي پروګرام ختم کړي، «مخکې تر دې چې زیات ناوخته شي.»
ټرمپ ویلي چې ایران دغسې پیغامونه ورکړي چې د روانې شخړې د حل لپاره مذاکراتو ته چمتو دی.
ټرمپ ویلي: «دوی باید یوه هوکړه وکړي. دا د دواړو اړخونو (ایران او اسراییلو) لپاره دردوونکې ده، خو زه باید ووایم چې ایران دا جګړه نشي ګټلای. دوی باید خبرې وکړي او باید سمدستي مخکې تر دې چې زیات ناوخته شي، خبرې وکړي.»
همدا راز، وال سټریټ ژورنال رسنۍ خبر ورکړی دی چې ایران د روانې جګړې د ختمولو او د هستوي پروګرام په تړاو د مذاکراتو د پیلولو لپاره چمتووالی څرګند کړی دی خو ویل کېږي چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا وړاندیز رد کړی دی او ویلي یې دې چې په خبرو کې دلچسپي نه لري.
مګر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوی له لوري د وړاندیز خبرې رد کړې دي او ویلي یې دې چې د هیڅ درېیمګړي له لوري یې اسراییلو ته پیغام نه دی استولی.
د یادونې وړ ده چې د ایران او اسراییلو تر منځ شخړه د تېرې جمعې په ورځ پر ایران د اسراییلو په برید سره پیل شوه چې تر اوسه پکې د دواړو لورو په لسګونو تنه وژل شوي او په سلګونو ژوبل دي.