اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې پر مهال دوه کسان مړه شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وایي، چې پېښه پرون (دوشنبه، ۲۶ د غبرګولي) مازدیګر مهال د سره رود ولسوالۍ د شیخ مصري سېمې اړوند «د دورخي کمپ» سیمه کې د ټېلر موټر او اشترینګي رېکشې ترمنځ رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، یاده پېښه کې په اشترینګي رېکشا کې سپاره دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مړو شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.
هغه زیاتوي یاده پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
دا په داسې مهال ده، چې له دې وړاندې ننګرهار او نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولین یې تر ډېره لامل د لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي په ګوته کوي.