اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د ناروې د سفارت د شارژدافیر پير البرت الساس سره په کتنه کې د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړې ته په اشارې ویلي، چې دا ډله چمتو ده چې د «اسلامي او انساني اصولو» پر بنسټ د ایران له خلکو سره همکاري وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې چې نن (پنجشنبه، ۲۹ د غبرګولي) ترسره شوه، ښاغلي متقي په سیمه کې د روان وضعیت په تړاو اندیښنه څرګنده کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې په دې کتنه کې د ناروې د سفارت شارژدافیر هم د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې او پر افغانستان یې د احتمالي اغیزو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
په دې کتنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ناروې لخوا د دې ډلې د ډیپلومات منل د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو او باور جوړونې په برخه کې «ښه پرمختګ» ګڼلی او همدارنګه یې د طالبانو او لویدیځو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې د دې هیواد رول رغنده بللی دی.
په افغانستان کې د ناروې شارژدافیر دا هم ویلي، چې د د دوی د هیواد یو پلاوی به ډیر ژر کابل ته سفر وکړي او د طالبانو سره به په ګډه اړيکې وارزوي.
ناروې د هغو لویدیځو هیوادونو له ډلې څخه دی چې له طالبانو سره پراخې اړیکې لري.
دغه هیواد په اوسلو کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی او په بیلابیلو پروګرامونو کې یې د امیر خان متقي په ګډون د طالبانو چارواکو کوربه توب کړی دی.