اطلاعات روز: په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې استازولۍ د «پناه غوښتونکي د نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې د افغانستان د پناه غوښتونکو، بې ځایه شویو او راستنو شویو ملاتړ کوي.
دې استازولۍ نن (جمعه، ۳۰ د غبرګولي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د زده کړې، روغتیا او معیشت په برخه کې په ایران، پاکستان او مرکزي اسیا کې د افغان پناه غوښتونکو ملاتړ کوي.
د اروپایي اتحادیې استازولۍ زیاته کړې چې د افغانستان د کډوالو او راستنو شویو ملاتړ هم کوي.
دې استازولۍ ویلي چې د افغانستان د پناه غوښتونکو، کډوالو، بې ځایه شویو او راستنو شویو د زده کړې، روغتیا او معیشت په موخه یې د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ۴۷ میلیون یورو مرسته ورکړې ده.
د اروپایي اتحادیې استازولۍ همدا راز ویلي چې پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان له عالي کمیسارۍ سره د افغانستان د پناه غوښتونکو او داخلي بې ځایه شویو لپاره په دې هیواد او سیمه کې د پایداره حل لارو د موندنې لپاره همکاري کوي.
پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته ګڼو هیوادوالو د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته پناه وړې او په زرګونو تنه لا هم د پاکستان په شمول په درېیمو هیوادونو کې د پناه غوښتنې په لټه دي.
له دې پرته، د وروستي یوه کال پر مهال له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو بهیر چټک شوی دی او شاوخوا یو میلیون وګړي تش لاس او په زور افغانستان ته لېږل شوي دي.