close
Photo: MFAIran

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له اروپایي سیالانو سره د ډیپلوماټیک حل په تړاو خبرې کوي

اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دې هیواد دولتي رسنۍ ته ویلي چې په جینیوا کې به د ایران د هستوي بټیو او سیمه‌ییزو موضوعاتو په تړاو خبرې ولري.

د ایران دولتي تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دا مهال په جینیوا کې دی او هلته به له خپلو اروپایي سیالانو سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې ولري.

په عین مهال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې هیواد د توغندیو او دفاعي وړتیاوو په اړه خبرې رد کړې دي او ویلي یې دې چې «ایران به له هیڅ ځواک سره هم د خپل توغندیز ځواک په اړه خبرې ونه کړي.»

ټاکل شوې ده چې د بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران او همدا راز د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر له عراقچي سره خبرې وکړي.

دوو ډیپلوماټیکو سرچینو رویټرز ته ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته به وویل شي چې باید «یو څرګند زیګنال» ورکړي او همدا راز به فشار پر راوړل شي چې خپل هستوي پروګرام محدود کړي او اټومي وسلې تر لاسه نه کړي.

همدا راز، راپورونه وایي چې د جینیوا تر غونډې وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپلو اروپایي سیالانو سره په خبرو له تهران سره مستقیمو خبرو ته چمتووالی ښوولی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي: «امریکایان د مذاکرې غوښتونکي دي او څو ځله یې پیغام راکړی دی او موږ ورته په ډاګه ویلي چې تر څو دا تهاجم او تېری نه وي درېدلی، خبرې-اترې او ډیپلوماسي کوم ارزښت نه لري.»

تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس د درو ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله ویلي و چې عباس عراقچي او د منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف تر منځ د ایران او اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې څو ځله خبرې شوې دي.

د دې رسنۍ له راپور سره سم، عراقچي ویلي چې که د اسراییلو بریدونه ودرېږي، له امریکا سره د خپل هستوي پروګرام په تړاو بیرته خبرې پیلوي.

د ایران او اسراییلو شخړه تېره جمعه پر ایران د اسراییلو تر برید او د دې هیواد له لوري د ایران د څو لوړپوړو چارواکو تر وژلو وروسته پیل شوه.

له هغه وخته تر اوسه اسراییل د ایران پر هستوي ساحو او تأسیساتو او دولتي ودانیو بریدونه کوي او ایران هم د اسراییلو د پلازمینې تل ابیب او حیفا په ګډون د اسراییلو سیمې په توغندیو ولي.