close

د تېرو نهو ورځو پر مهال په ایران کې تر څلور سوه زیات کسان وژل شوي

اطلاعات روز: ایراني چارواکي وایي چې پر دې هیواد د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسې بیا تر اوسه شاوخوا څلور سوه او ۳۰ کسان وژل شوي او تر درې زره او ۵۰۰ زیات کسان ژوبل شوي دي.

انادولو رسنۍ د ایران د روغتیا وزارت د یوې اعلامیې په استناد چې نن (شنبه، ۳۱ د غبرګولي) خپره شوې، دا ارقام خپاره کړي او همدا راز اسراییلي چارواکو د ایران د بریدونو له کبله د وژل شویو شمېر ۲۵ او د ژوبلو کسانو شمېر تر دوه زره او ۵۰۰ تنه زیات ښوولی دی.

بل لور ته د بشري حقونو فعالو ډلو ویلي چې په ایران کې د تېرې پنجشنبې تر ورځې پورې شاوخوا ۶۳۹ تنه وژل شوي وو.

بل لور ته د نن ورځې په اوږدو کې اسراییلو پوځ یو ځل بیا پر ایران د خپلو تازه بریدونو خبر ورکړی دی او په خپله اعلامیه کې یې ویلي چې د دې هیواد هوایي ځواکونه د ایران په لوېدیځ کې پر نظامي تاسیساتو بریدونه کوي.

د ایران فارس خبري اژانس هم یو څو دقیقې وړاندې خبر ورکړی چې د دې هیواد د خوزستان ولایت په اهواز ښار او ماهشهر بندر کې د چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.

دې رسنۍ ویلي چې په دې ښار کې د هوایي دفاع سیسټمونه هم فعال شوي دي.

اسراییلو د نن ورځې په اوږدو کې د قم او اصفهان په شمول د ایران پر بېلابېلو ښارونو هوایي بریدونه کړي دي.

د اسراییلو پوځ ویلي چې په اصفهان کې یې د نطنز پر هستوي ساحې بریدونه کړي.

په داسې حال کې چې د ایران او اسراییلو تر منځ د روانې شخړې د ډیپلوماټیک حل په تړاو خبرې روانې دي، په عین مهال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په روانه شخړه کې د متحده ایالاتو د ښکېلتیا په اړه خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دې چې پایلې به یې د «هر یوه لپاره خطرناکې وي».