اطلاعات روز: پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د دې هیواد په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې په درو بېلابېلو پېښو کې شپږ پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.
اسلام اباد میشتې رسنۍ خراسان ډایري نن (شنبه، ۳۱ د غبرګولي) ویلي چې د خیبرپښتونخو ایالت د باجوړ ولسوالۍ په ګواټي سیمه کې په لومړۍ پېښه کې دوه پاکستاني امنیتي ځواکونه هغه مهال ووژل شول او اووه نور ژوبل شول چې له پاکستاني طالبانو سره د اړوندو وسلوالو د تګ-راتګ څارنه یې کوله.
د دې رسنۍ په وینا، په سیمه کې د دواړو لورو تر منځ درنښه نښته هم شوې ده.
همدا راز، په یوه بله پېښه کې د پاکستاني پوځ د ماین پاکونې د ټیم دوه پوځیان هغه مهال ووژل شول او څلور نور ژوبل شول چې د بلوچستان ایالت د کلات ولسوالۍ په منګوچر سیمه کې یې له ماینونو د سړک د پاکولو هڅه کوله.
د یادې رسنۍ په وینا، د خیبرپښتونخوا ایالت د صوابۍ ولسوالۍ د ګادون سیمې په یوه خوړنځای کې دوه پولیس په نښه شوي او ځای پر ځای وژل شوي دي.
همدارنګه، له رسنیزو راپورونو سره سم د پاکستان د بلوچستان ایالت د پښین ولسوالۍ د توره شاه سیمې لپاره د جمعیت علماء اسلام پاکستان ګوند سیمهییز مشر ډاکټر صدیق الله خیرخواه په یوه هدفي برید کې وژل شوی دی. بل لور ته، له داعش سره اړوندو رسنیو د دې برید پړه منلې.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې زیاتیدونکې امنیتي پېښې د پاکستان د دولت او پر افغانستان د واکمنو طالبانو تر منځ یوه ترینګلې مسله ده. پاکستان طالبان تورنوي چې په خاوره کې یې وسلوال مېشت دي او له همدې ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.
مګر طالبان دا ادعا ردوي او پاکستان د امنیت په ساتلو کې ناکام ګڼي.