اطلاعات روز: په داسې حال کې چې د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه لسمې ورځې ته داخله شوې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهار (یکشنبه، ۱ د چنګاښ) اعلان وکړ چې ځواکونو یې د ایران په درې مهمو اټومي مرکزونو، فردو، نطنز او اصفهان بریدونه کړي دي.
د امریکا ولسمشر په «تروث سوشیال» کې دا برید «ډېر بریالی» بللی او ویلي یې دي چې پر فردو اټومي مرکز یوه بشپړه محموله بمونه غورځول شوي دي.
ټرمپ یوه بل پوسټ کې ادعا کړې چې د فردو اټومي سایټ «له منځه وړل شوی» دی.
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د دغه هېواد پر هستوي مرکزونو بریدونه تایید کړي او دا یې یو «وحشیانه عمل او د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون (NPT)، خلاف» بللی دی.
دغه سازمان ټینګار کړی دی چې «اجازه به ورنه کړي چې د دې ملي صنعت د پرمختګ لاره، چې د هستوي شهیدانو د وینې ثمره ده، ودرول شي.»
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان ویلي، چې «اړین ګامونه په ځانګړې توګه حقوقي تعقیب، یې د خپل کاري پلان برخه ګرځولي دي.»
سایټونه تخلیه شوي وو
وروسته له هغه چې امریکا د ایران پر هستوي مرکزونو د برید اعلان وکړ، د ایران د صدا او سیما سیاسي مرستیال حسین عابدیني وویل چې دغه مرکزونه له برید څخه مخکې تخلیه شوي وو.
د ایران د نشراتي شرکت په خبري شبکه کې راڅرګندیدو سره، هغه وویل چې په دې ځایونو کې هیڅ داسې مواد نشته چې د وړانګو لامل شي او که برید وشي نو زیانمن وي.
هغه د صدا او سیما د خبر شبکه کې راڅرګند شو او ویې ویل، چې په دغو مرکزونو کې هېڅ داسې مواد نشته چې د برید پر مهال د وړانګو د خپریدو لامل شي او زیانمن وي.
اسراییل هم د ایران سره د جګړې له پیل راهیسې په مکرر ډول د ایران اټومي سایټونو، په ګډون د اصفهان او نطنز اټومي سایټونو برید کړی دی.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په دې سایټونو د اسراییلو بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي، چې دا بریدونه د راډیو اکټیو موادو د خپریدو لامل شوي نه دي.
بلخوا بیا د سياېناېن راپور ورکړی، چې امریکا د ایران د هستوي مرکزونو پر وړاندې د خپلو بریدونو لپاره د «بي-۲» الوتکو څخه استفاده کړې ده.
فاکسنیوز بیا د ډونالډ ټرمپ له خولې لیکلي، چې د فردو اټومي مرکز د برید لپاره شپږ سنګر ماتوونکي بمونه غورځول شوي دي.
تر اوسه دا روښانه نه ده چې ایران به د امریکا د دغو بریدونو پر وړاندې څه غبرګون وښيي.
ایران له دې وړاندې ګواښ کړی و چې که امریکا د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه کې پوځي مداخله وکړي، د امریکا پوځي اډې به په سیمه کې په نښه کړي.