close

ګوتریش: پر ایران د امریکا برید د نړیوالې سولې او امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش وايي، چې هغه پر ایران د امریکا د ننني (یکشنبه، ۱ د چنګاښ) برید په اړه سخت اندیښمن دی.

ښاغلي ګوتریش د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي: «دا په یوه سیمه کې د تاوتریخوالي خطرناک زیاتوالی دی چې دمخه د خطر په درشل کې دی او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی.»

هغه زیاته کړې: «دا یو مخ پر زیاتېدو خطر دی چې دغه شخړه ژر تر ژره له کنټروله ووځي او د ولسي خلکو، سیمې او نړۍ لپاره به له ناورین ډکې پایلې ولري.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سازمان پر غړو هیوادونو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوالو او نورو قوانینو لاندې د خپلو مکلفیتونو سره سم عمل وکړي.

هغه ټینګار کړی: «په دې حساس پړاو کې له ګډوډۍ او ناامنۍ څخه ډډه کول خورا مهم دي. هیڅ پوځي حل لاره شتون نه لري. یوازینی لار د دیپلوماسۍ ده. یوازینۍ هیله سوله ده.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهار اعلان وکړ چې هیواد یې په ایران کې په دریو اټومي ځایونو فردو، نطنز او اصفهان بریدونه کړي دي.

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان هم برید تایید کړی، او دا یې «وحشیانه» او د نړیوال قانون خلاف عمل بللی دی.