close

ننګرهار کې یو ۱۵ کلن هلک اوبو ډوب کړی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن هلک اوبو ډوب کړی او تر اوسه یې جسد تری تم دی.

د سیمې یو اوسېدونکی نور سید وایي، دغه هلک چې محمد شاه نومیږي او شاوخوا ۱۵ کاله عمر لري تېره ورځ (یکشنبه، ۱ د چنګاښ) د کامې ولسوالۍ اړوند «کامې پل» سره د لامبو پر مهال د کونړ سیند ډوب کړی دی.

د هغه په خبره تر اوسه د یاد هلک جسد ورک دی چې د موندنې هڅې یې روانې دي.

له دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي یو محصل هم د لامبو پر مهال په درونټې سیمه کې اوبو ډوب کړی او مړ شوی و.

ننګرهار کې طالب چارواکو په جدي ډول له خلکو غوښتنه کړې چې د تفریح پر مهال ژورو اوبو او سیندونو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي.

د هوا په ګرمېدو سره په ننګرهار کې دا ډول پېښې زیاتې شوي چې ډېری قربانیان یې کمکي ځوانان او ماشومان وي.