close

امیر خان متقي او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت سرپرست امیر خان متقي په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۱مې غونډې په څنډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره کتلي دي.

دې وزارت نن (دوشنبه، ۲ د چنګاښ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او سیمه ییزو مسایلو خبرې کړې دي.

امیر خان متقي ویلي، چې ترکیه د طالبانو په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د کچې په لوړیدو سره باید دوه اړخیزې همکاري لا زیاتې شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، هاکان فیدان هم افغانستان سره د ترکيې اړیکې مهمې بللي او گڼو برخو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا ټينگار کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دوه ورځې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۱مه غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې استانبول ته تللی و.