اطلاعات روز: ایرانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې اسراییلو د خپلو نوو بریدونو په لړ کې یو ځل بیا د ایران په قم ولایت کې د فردو اټومي تاسیسات په نښه کړي دي.
مهر خبري اژانس د قم د بحران مدیریت د کمیټې د ویاند له قوله لیکلي، چې د دغه برید په پایله کې «د ښار اوسیدونکو ته هیڅ ډول خطر او ګواښ متوجې نه دی.»
دا اټومي سایټ تر دې مخکې هم د اسراییلو د برید هدف ګرځېدلی و او پرون سهار وختي امریکا هم پر دې ځای برید کړی و.
ایرانۍ رسنیو دغه راز راپور ورکړی چې اسراییلو د خپلو نوو بریدونو په ترڅ کې د تهران د «اوین» زندان او د «شهید بهشتي» پوهنتون په نښه کړي دي.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اوین زندان په دروازه د اسراییلو د برید په پایله کې، په شمالي تهران کې د بریښنا یو «فیډر» زیانمن شوی او پر یو شمیر کسانو برېښنا پرې شوې ده.
دې رسنۍ دا هم ویلي، چې د ایران د هینډبال فدراسیون ودانۍ هم د اسرییلو په بریدونو کې زیانمنه شوې او ځینې برخې یې ویجاړې شوې دي.
دغه راز د صدا او سیما پر ودانۍ د بل برید راپورونه هم ورکړل شوي وو، خو صدا او سیما دغه برید رد کړی دی.
اسراییلو نن سهار اعلان وکړ چې په کرمانشاه کې یې د ایران د توغندیو په تاسیساتو او د دغه هیواد په شپږو هوایی ډګرونو بریدونه کړي دي.
همدارنګه ایران هم نن لږ تر لږه دوه ځله د اسراییلو په بیلابیلو سیمو توغندي ویشتلي، خو د اوښتو زیانونو او تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي په ډاګه شوي.