close
wikimedia

ټرمپ: متحده ایالات به له ایران سره خبرې بیرته پیل کړي

اطلاعات روز: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې راتلونکې اونۍ به له ایران سره د دې هیواد د ذروي پروګرام په تړاو خبرې بیرته پیل کړي.

رویټرز خبري اژانس د ډونالډ ټرمپ له قوله نن (چهارشنبه، ۴ د چنګاښ) خبر ورکړی چې «موږ به له ایران سره راتلونکې اونۍ خبرې وکړو، شونې ده چې یو توافق ورسره لاسلیک کړو، خو نه پوهېږم.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې مهال کې دا څرګندونې کوي چې د ایران پارلمان له اسراییلو سره د دې هیواد تر دوولس ورځنۍ جګړې وروسته د اټومي وسلو د نه خپرولو له تړون (NPT) څخه وتل تصویب کړي.

بل لور ته، د انادولو خبري اژانس له راپور سره سم د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي له دې تړون څخه د ایران د وتلو په تړاو خبرداری ورکړی او د پارلمان پرېکړه یې «افسوسناکه» بللې ده.

د یادونې وړ ده چې د ایران او اسراییلو تر منځ تر جګړې وړاندې د ایران او متحده ایالایاتو تر منځ د یورانیمو د بډای کولو پر سر پنځه پړاوه مذاکرات ترسره شول او ټاکل شوې وه چې شپږم پړاو هم په عمان کې پیل شي خو د جګړې له امله وځنډېد او ایران په مذاکراتو کې له ګډونه ډډه وکړه.

تر اوسه د دواړو لورو تر منځ د اختلاف ټکی د یورانیمو د بډای کولو کچه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و چې ایران به د یورانیم د بډای کولو اجازه ونه لري، خو ایران له دې انکار کوي.