اطلاعات روز: د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې په دغه ولسوالۍ کې د خښتو بټیو فعالیت عام وګړي پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي.
د یادې ولسوالۍ د فتح اباد سیمې اوسېدونکی قدرت خان وایي، له یوې خوا د هوا ککړتیا او له بل لوري د خښتو بټۍ له سهار تر ماښامه د موټرو ټایرونه او نور بې کېفیته توکي سوځوي چې دغه سیمه کې د هوا ککړتیا او د بېلابېلو ناروغیو لامل شوی دی.
د ده په خبره د خښتو بټۍ نه یوازې دا چې انسانانو ته بېلابېلې ناروغۍ پیدا کوي، بلکې دود یې پر کرنیزو ځمکو او باغونو هم منفي اغېزې کړې دي.
نوموړی له مسوولينو غوښتنه کوي، چې دغو بټیو کې د ربړونو او نورو مضرو لوګي لرونکو توکو پر سوځولو بندیز ولګوي.
قدرت خان وویل: «یو خو هوا ګرمه ده او بلخوا دلته په سره رود ولسوالۍ کې د بټیو فعالیت چې غیر معیاري او د خلکو د استوګنې د کورنو ترڅنګ دي، زیاتره خلک په تنفسي او جلدي ناروغیو اخته کړي دي، ځکه په دې بټیو کې تر ډېره پلاستیکونه او دغه راز ټاېرونه سوځول کېږي چې دا د هوا د ککړتیا لامل ګرځي او هم د خلکو روغتیا ته زیان رسوي زمونږ زیاتره ماشومان په تنفسي ناروغه اخته دي.»
د نوموړي په وینا د سره رود ولسوالۍ زیاتره اوسېدونکي د خښتو بټیو د دود له امله په تنګ راغلي او له همدې کبله پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
د سره رود ولسوالۍ د «ککړک» سیمې اوسېدونکی نصرت الله چې د خښتو بټیو ته نږدې ژوند کوي وایي، چې په بټيو کې ربړ او نور غوړین مواد سوځول کېږي چې له امله یې هوا ککړه او لوګیو یې ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته کړي دي.
هغه وایي، چې په دې ولسوالۍ کې تر ډېره د خښتو بټۍ د هستوګنې کورونو ترڅنګ جوړې شوي چې خلک یې پر تنفسي او نور ناروغیو اخته کړي دي.
د نوموړي پر وینا، اړتیا ده چې د هوا ککړتیا مخنیوي او چاپېریال ساتنې لپاره د خښتو بټۍ له استوګنېزو کورونو لېرې ځای ته ولېږدول شي.
نصرت الله زیاتوي: «په دې بټيو کې داسې غوړین مواد سوځول کیږي چې چاپېریال ته یې زیان ډېر دی له اقتصادي لحاظ هم د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ځپل شوي او دغه راز باید له دې ولسوالۍ د خښتو بټۍ ځانګړي صنعتي پارک ته انتقال شي، مونږ په څو ځلي دا غوښتنه کړې، خو هیچا مو غږ نه دی اورېدلی د همدې بټيو له امله خلک په زکام، ساه لنډۍ، پوستکي او د سترګو په ناروغیو اخته شوي دي.»
بلخوا د چاپېریال ساتنې کارپوه حمید ځواک د اوسېدو کورونو ته نږدې د خښتو بټیو شتون یوه جدي ستونزه بولي.
د هغه په خبره د هوا ککړتیا د خلکو د روغتیا او سلامتیا پر وړاندې تر ټولو جدي ننګونه ده او باید په دې برخه کې بنسټېز کار وشي.
ځواک زیاته کړه: «د چاپېریال ساتنې مسوولان باید دا بټۍ تر څار لاندې ونیسي او د دې هغه مواد چې سوځول کېږي باید وګوري، ځکه که د خښتو په بټيو کې ټاېرونه او نور غوړین مواد وسوځول شي نو د هوا ککړتیا لامل ګړځي او دغه راز بټۍ باید له استوګنېزو کورونو وړاندې وي او همدارنګه باید د هوا ککړتیا لپاره نیالګي کېنول شي او لا ډېر کار وشي.»
مونږ هڅه وکړه چې په دې اړه د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ادارې لپاره د طالب مسوولینو نظر هم ولرو، خو له پرله پسې هڅو سره سره یې د نظر په اخېستو بریالي نشوو.
سرخرود د ننګرهار هغه ولسوالي ده چې له کلونو راهیسې پهکې د پخو خښتو نږدې ۵۰ بټۍ فعالې او زرګونه کسان پهکې پر سختو کارونو بوخت دي او د کارګرو ډېره برخه یې ګرو شوې کورنۍ او ماشومان دي.