close

پر ملي شتمنۍ سوداګري؛ د پلان له مخې د نښترو ځنګلونو سوځونه

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد د نورو ولایتونو په څېر د کونړ او نورستان ولایتونو په ځنګلونو کې اورلګېدنې پراخې شوي چې ځايي خلک یې د طالبانو او قاچاقبرو کار یادوي. 

سرچینې وايي، طالبان او قاچاقبر په ځنګلونو کې اور بلوي او بیا له فرصت نه په ګټې اخېستنې د ځنګل نورې برخې پرې کوي او نورو خوندي سیمو ته د ځنګل ونې لېږدوي. 

ځايي خلک د طالبانو له مرکزي رژیم د دغې ستونزې د حل او قانون ماتوونکو پر وړاندې د جدي ګامونو پورته کولو غوښتنه کوي.

د کونړ ولایت یو شمېر اوسېدونکي او ځايي سرچینې وايي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې د نښترو په ځنګلونو کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوي چې ورځ بلې ته یې اندېښنې زیاتې کړي.

سرچینې وایي، د کونړ په ځنګلونو کې د اورلګېدنې پېښې د طالبانو او قاچاقبرو د یوه ځانګړي پلان له مخې ترسره کېږي چې موخه یې د ځنګل وهنې او قاچاق ته زمینه برابرول دي. 

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې اوسېدونکي فضل احمد میاخېل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «له کله چې پخوانی نظام چپه شوی او طالبان واک ته رسېدلي کونړ کې هر کال د اوړي په موسم کې په ځنګلونو کې اور لګېږي، دا اور تصادفي نه وي د پلان له مخې وي او پلان دا وي چې اور بل شي او له دې فرصته په ګټې اخېستنې ځنګل قطع شي او بیا د نښترو په زرهاوو ونې نورو ساحو ته انتقالوي او بیا یې قاچاق کوي.»

د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د نښترو په ځنګله کې شاوخوا یوه میاشت وړاندې اورلګېدنه/ خواله رسنۍ

کونړ مېشتي وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې اورلګېدنې د قاچاقبرو په غوښتنه او د طالبانو په مشوره کېږي چې هره سیمه کې په لسګونه هکتاره ځنګل د اور خوراک کېږي. 

د دوی په خبره، د اورلګېدنې په پلمه د نښترو زرګونه ونې پرې او بیا د قاچاقبرو پرمټ نورو سیمو کې خوندي کېږي چې دې چارې طبیعي ځنګلونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ کړي. 

د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی ضیاءالحق ساپي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زمونږ په ولسوالۍ کې یو ځل هم په تصادفي ډول، د شپنو یا د سیلانیانو له اشتباه اور نه دی بل شوی، هر ځل په قصدي ډول اور اچول شوی چې دا د قاچاقبرو او طالبانو په مشوره کېږي چې له مخې یې ځنګل وهنې ته لار برابروي چې وروسته بیا لرګی نورو ساحو ته وړي، که د دې کار مخه ونه نیول شي لنډو کلونو کې به کونړ کې ځنګلونه له منځه لاړ شي او چاپېریال به له جدي ستونزو سره مخ شي.»

کونړ کې له لسیزو راهیسې د خلکو له غږ پورته کولو او مبارزې وروسته لا هم د ځنګلونو پرې کول جریان لري/ خواله رسنۍ

یو شمېر نورې سرچینې بیا وايي، چې د کونړ د نښترو په ځنګلونو کې د اورلګېدنې پر مهال د لرګیو قاچاقبر او طالبان د هغو ولسي خلکو چې په ځنګلونو کې د اور د مهارولو هڅې کوي مخه نیسي. 

سرچینې زیاتوي که د اور د مهار پر مهال د طالبانو او قاچاقبرو غوښتنې ونه مني د زندان تورو تمبو ته یې لېږدوي. 

د کونړ د چپې درې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «زمونږ په ساحه کې پروسږکال ځنګله کې اور لګېدلی و، مونږ ډېر ځوانان ورغلو چې اور زر مهار کړو او نورو ساحو ته انتقال او زیات نه شي؛ خو مونږ پسې یې په غیر مستقیم ډول ځوابونه ولېږل چې تاسي ته چا اجازه درکړې دلته په خپل سر په دې ساحه کې فعالیت کوئ، مونږ یې دې د خیر کار ته هم پریښي نه یو او اخطار یې راکړی چې که اینده کې مو په خپل سر د اور د مهار فعالیت وکړ بندیان به شئ.»

د نورستان په واما ولسوالۍ کې د نښترو په یوه ځنګل لګېدلی اور چې له امله یې لسګونه جریبه ځنګل سوځېدلی و/ اطلاعات روز ته استول شوی

له دې سره سم نورستان کې هم ځايي خلک وايي، په دې ولایت کې طالبان او قاچاقبران ځنګلونو ته په قصدي ډول اور اچوي چې بیا یې پړه پر شپنو او سیلانیانو اچوي. 

د سیمې خلک وايي، ځنګلونو ته نه شپانه اور اچوي او نه هم سیلانیان او نه هم د تودوخې درجې د لوړوالي له امله اورلګېدنه را منځته کېږي. د دوی په خبره طالبان او قاچاقبران د لرګیو د پلور په موخه ځنګله ته اور اچوي او له دې لارې په مېلیونونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي. 

د نورستان د واما ولسوالۍ اوسېدونکی نعمت الله نوري له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «واما ولسوالۍ کې هر کال په ځنګلونو کې اور لګېږي، طالبان بیا د دې ملامتي په سیلانیانو او شپنو اچوي چې هغوی د پخلي لپاره اور بلوي او بیا ځنګل ته لار کوي؛ خو داسې نه ده، طالبان او قاچاقبران یو لاس دي په قصدي ډول ځنګل ته اور اچوي چې دا اور بیا تر څو ورځو دوام کوي، چې په دې موده کې په برقي ارو باندې ونې پرې کوي او بیا یې نورو سیمو ته انتقالوي او له دې لارې په مېلیونونو افغانۍ لاسته راوړي.»

د نورستان خلک وايي، که د نښترو په ځنګلونو کې په قصدي ډول د روانې اور لګېدنې مخنیوی ونه شي، شونې ده چې دا ملي شتمني په راتلوونکو څو کلونو کې له منځه ولاړه شي. 

دوی د طالبانو پر مرکزي حکومت نیوکه کوي، چې د ځنګل ساتنې په برخه کې یې پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی او غوښتنه کوي چې دې ملي شتمنۍ ته د زیان رسوونکو پر ضد جدي ګامونه واخلي. 

د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکی عبدالخالق له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «مونږ چې ګورو په تېرو څلورو کلونو کې نورستان کې ډېر زیات ځنګل وهل شوی او سوځول شوی دی، دا کار تصادفي نه دی شوی دا د حاکمانو له خوا په قصدي ډول شوی، حکومت [طالبانو] څو ـ څو ځلې ژمنې وکړې چې د ځنګل وهنې مخه به نیسي؛ خو نه یوازې د ځنګل وهنې مخه یې نه ده نیولې بلکې ځنګلونو کې اور اچونې ته یې هم لار هواره کړې. د نورستانیانو په نماینده‌ګۍ زما غوښتنه دا ده چې اوسنی نظام باید د ځنګل وهوونکو او ځنګل سوځوونکو پر وړاندې جدي قانوني اقدامات وکړي.»

د نورستان په واما ولسوالۍ کې د نښترو په ځنګله کې د لګېدلي اور د مهار لپاره ځايي خلک پر هلوـ ځلو بوخت دي؛ خو د طالبانو جنګیالي یې یوازې ننداره کوي او د اور د مهار لپاره لاس په کار نه دي/ خواله رسنۍ

موږ هڅه وکړه چې کونړ او نورستان کې د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو مسوولینو نظرونه ترلاسه کړي؛ خو له پرله پسې هڅو سره‌ـ سره د هغوی پر نظر اخېستو بریالي نه شوو.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په نړۍ‌واله کچه اقلیمي بدلون سره د تودوخې درجه تر بل وخت لوړه شوې چې لامل یې د اوبو د استعمال زیاتوالی او د ځنګلونو وهل او د مصنوعي ځنګلونو نه کېنول په ګوته کېږي.
 
د چاپېریال ساتنې اړوند کارپوهان وايي، که په هېواد کې د ځنګل وهنې، قاچاق او ځنګل سوځونې مخه ونه نیول شي د تودوخې درجه به لا لوړه او چاپېریال به له ستر ناورین سره مخامخ شي. 

یادونه: په راپور کې ټول لیکل شوي نومونه د امنيتي اندېښنو له امله په مستعار ډول لیکل شوي دي.