اطلاعات روز: نورستان کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز پارون او واما ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو او سیلابونو را وتلو له امله د سیمې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیاونه اوښتي دي.
سرچینې وايي، دا سیلابونه نن (دوشنبه د چنګاښ ۲۹) له غرمې وروسته را وتلي دي چې د پارون بازارن او د طالبانو تر کنټرول لاندې د ښاروالۍ ودانۍ یې هم لاندې کړې ده.
یوې بلې سرچینې ویلي، د دغو سیلابونو له امله د ځايي خلکو هټۍ هم له منځه تللي چې درانه مالي زیانونه یې ور اړولي دي.
سرچینه وايي، د یادو سیلابونو د را وتلو له امله یو شمېر خلکو ته مرګ ـ ژوبله هم اوښتې؛ خو تر اوسه یې دقیق شمېر معلوم شوی نه دی.
مونږ هڅه وکړه چې د دغو سیلابونو او زیانونو د کچې په اړه نورستان کې د طالبانو د سیمه ییزو مسوولینو نظر هم ولرو؛ خو له پرله پسې هلو ـ ځلو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر هم ولرو.
