د عراق لومړی وزیر په رسمي سفر تهران ته رسېدلی

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د عراق لومړی وزیر، علي فالح الزیدي، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر تهران ته رسېدلی دی.

د ایران د دولتي راډیو او ټلوېزیون د راپور له مخې، نوموړی د رسېدو پر مهال د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان له لوري هرکلی شوی دی.

د عراق لومړي وزیر تهران ته له روانېدو مخکې په خپله اېکس کې لیکلي، چې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره به د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو، دوه‌اړخیزو همکاریو، سیمه‌ییزو بدلونونو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د روانو هڅو په اړه خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې: «عراق او ایران د تاریخي او تمدني اړیکو، ګډو پولو او ګډو ګټو له لارې سره تړلي دي.»

د الزیدي په وینا، دغه دوامدارې اړیکې د خبرو، همکارۍ او متقابل درناوي پر بنسټ پرله‌پسې تعامل ته اړتیا لري، څو د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره دوامداره پرمختګ او هوساینه رامنځته کړي او همداراز په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.

دا ایران ته د علي فالح الزیدي لومړنی سفر دی، چې د عراق د لومړي وزیر په توګه یې ترسره کوي او دا سفر امریکا ته د هغه له سفر او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر لیدنې وروسته ترسره شوی دی.

واشنګټن ته د الزیدي له سفر وروسته، ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې امریکايي چارواکو په عراق کې د ایران پلوه شیعه وسله‌والو ډلو د کنټرول او بې‌وسلې کولو غوښتنه کړې ده.

کارپوهانو د دغو وسله‌والو ډلو د مدیریت او چلند څرنګوالی د الزیدي د حکومت له مهمو ننګونو څخه بللی دی.

الزیدي له واک ته رسېدو وروسته په عراق کې د فساد پر ضد پراخ کمپاین پیل کړی، چې د همدې هڅو په ترڅ کې تر اوسه له ۴۰ څخه زیات پخواني چارواکي او د پارلمان غړي نیول شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته