د «رویترز» خبري اژانس او «ایپسوس» له خوا د ترسره شوې یوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د ایران پر ضد د جګړې له امله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ محبوبیت د هغه د ولسمشرۍ په ټوله دوره کې تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی دی.
رویترز نن (سېشنبه، د زمري ۲۷مه) په یوه راپور کې لیکلي چې دغه نظرپوښتنه د امریکا له بېلابېلو سیمو څخه د ۱۱۶۶ بالغو کسانو ترمنځ په انلاین ډول ترسره شوې ده.
د نظرپوښتنې له مخې، یوازې ۳۳ سلنه ګډونوالو د ډونالډ ټرمپ له کړنو څخه رضایت څرګند کړی، په داسې حال کې چې ۶۴ سلنه نورو ویلي چې ناراضي دي.
دا له ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له بېرته ستنېدو وروسته د هغه د محبوبیت تر ټولو ټیټه کچه ده.
ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې، د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال، هم ورته ټیټ محبوبیت تجربه کړی و او د امریکايي وګړو ترمنځ یې د رضایت کچه ۳۳ سلنې ته راټیټه شوې وه. هغه مهال د ټرمپ د محبوبیت د کمېدو اصلي لامل د هغه شخصي اخلاق او چلند بلل کېدل.
خو رویترز وايي، دا ځل د امریکایانو د نارضایتۍ اصلي لامل د ایران پر ضد جګړه ده.
په راپور کې راغلي چې ۸۰ سلنه امریکایان د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د اوږدېدو په اړه اندېښمن دي، په داسې حال کې چې یوازې ۲۰ سلنه باور لري چې له ایران سره جګړه د هغې د انساني او اقتصادي لګښتونو ارزښت لري.
د اقتصادي برخې په اړه د جمهوريغوښتونکي ګوند فعالیت هم د دې نظرپوښتنې له مهمو پوښتنو څخه و. په دې برخه کې ۳۸ سلنه ګډونوالو د ډیموکراتانو تګلارې غوره بللې او یوازې ۳۵ سلنه د جمهوريغوښتونکو له مالي سیاستونو څخه راضي وو. په تېره نظرپوښتنه کې بیا ۴۰ سلنه جمهوريغوښتونکو او ۳۸ سلنه ډیموکراتانو ته ترجیح ورکړې وه.
د نوې نظرپوښتنې له مخې، د ټرمپ شخصي محبوبیت د اګست میاشتې له پیل راهیسې هم کم شوی دی. د روانې میاشتې په لومړیو کې د رویترز او ایپسوس په ګډه نظرپوښتنه کې ۳۵ سلنه ګډونوالو د ټرمپ له کړنو څخه رضایت درلود، خو له درېیو اوونیو په کمه موده کې دغه کچه ۳۳ سلنې ته راټیټه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له بېرته ستنېدو وروسته شاوخوا ۵۰ سلنه امریکايي رایهورکوونکو د هغه ولسمشرۍ ملاتړ کاوه.
تېر کال پر ایران د اټومي تاسیساتو هغه برید، چې له اسرائیلو سره په ګډه ترسره شو او ټرمپ ادعا کړې وه چې د ایران اټومي وړتیا یې د څو لسیزو لپاره له منځه وړې ده، د هغه د محبوبیت د کمېدو لامل نه شو.
خو رویترز وايي، د روان کال پر ایران برید، چې نږدې شپږ میاشتې یې دوام کړی، په هره نوې نظرپوښتنه کې د ټرمپ محبوبیت د تېر پړاو په پرتله ټیټ ښودلی دی.
رویترز لیکلي چې یو له اصلي لاملونو څخه دا دی چې ټرمپ د انفلاسیون د کنټرول او د اوږدمهاله جګړو د مخنیوي په ژمنه انتخاباتي کمپاین ته داخل شوی و. هغه په پیل کې ژمنه کړې وه چې له ایران سره جګړه به یوازې څو اوونۍ دوام وکړي؛ خو ایران ښودلې چې مقاومت کوي او د هرمز له تنګي څخه د تېلو سوداګریز تګ راتګ یې، حتی د جګړې له کمېدو سره سره، تر ډېره محدود ساتلی دی.
اوس شاوخوا ۸۰ سلنه امریکایان، چې په کې ۸۷ سلنه ډیموکراتان او ۷۱ سلنه جمهوريغوښتونکي شامل دي، باور لري چې په ایران کې د امریکا ښکېلتیا به «د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي». په داسې حال کې چې یوازې ۱۶ سلنه وايي، ښايي دا جګړه په راتلونکو څو اوونیو کې پای ته ورسېږي.
