د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د «غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې» په مزار شریف، د بلخ ولایت مرکز، کې د «مایار مېنې» ښارګوټي شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه «امارتي» تثبیت کړې ده.
دغه وزارت نن، سهشنبه د زمري ۲۷مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې یاده ځمکه د مزار شریف ښار د نهمې ناحیې اړوند د قلعه حجري په سیمه کې موقعیت لري.
د «ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون» چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، دا قضیه څېړلې او د شمال زون د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې ته یې سپارلې ده.
د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، ځانګړې محکمې د ځمکې د متصرفانو او کمېسیون اسناد او مدارک، د املاکو دفترونه او د اړوندو ادارو معلومات تر څېړنې وروسته پرېکړه کړې چې د دې ښارګوټي ټوله ځمکه، چې شاوخوا ۳۰۰ جریبه کېږي، د «امارت» ملکیت دی.
ځانګړې محکمې همداراز حکم کړی چې دغه ځمکې دې له اوسنیو متصرفانو څخه طالبانو ته بېرته وسپارل شي.
طالبانو په وروستیو کلونو کې په کلیوالو سیمو کې میلیونونه جریبه او په کابل، غزني، بلخ، هرات او ننګرهار ښارونو کې زرګونه جریبه ځمکه «امارتي» اعلان کړې ده.
طالبان استدلال کوي چې د دغو ښارګوټو ځمکې شخصي نه وې او له دولت څخه نه وې اخیستل شوې. خو اوسني متصرفان او د ځمکو او کورونو مالکین ادعا کوي چې دا ډول پرېکړې قومي او سیاسي انګېزې لري. دوی وايي، طالبان د خلکو هغه شخصي ځمکې هم «امارتي» اعلانوي چې له خصوصي مالکانو څخه یې د دولتي محکمو په تأیید اخیستې دي او د بېرته سپارلو حکم یې ورکوي.
د بېلګې په توګه، په وروستیو اوونیو کې طالبانو په دوو هزاره مېشتو ښارګوټو، په کابل کې د «امید سبز» ښارګوټي او په غزني کې د «نوآباد» ښارګوټي، د تخلیې حکمونه صادر کړي دي.
