د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د دې لپاره چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي څخه منع کړي، که اړتیا وای، دی به سل ځله بیا هم پر ایران برید کړی وای.
ټرمپ دا څرګندونې له «WABC77» راډیو سره په مرکه کې کړې دي چې د پنجشنبې په ورځ (۲۹ د زمري) خپره شوې ده.
ټرمپ په دې راډیويي مرکه کې ادعا کړې چې تېر کال، هغه مهال چې ده پر ایران د برید امر صادر کړ، ایران یوازې دوه اوونۍ د اټومي وسلې له جوړولو څخه لرې و.
د امریکا ولسمشر وایي، که د ده اقدامات نه وای، نن به اسرائیل او منځنی ختیځ له منځه تللي وو.
خو د ایران حکومت تل د امریکا دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې هېڅکله یې د اټومي وسلې د جوړولو هڅه نه ده کړې او داسې نیت هم نه لري؛ بلکې د یورانیمو غني کول د سولهییزو موخو، لکه د انرژۍ تولید او څېړنو لپاره ترسره کوي.
د امریکا ولسمشر، له ایران سره د خپلو پرېکړو په اړه د رضایت څرګندولو پر مهال وویل: «د دې کار د کولو دلیل دا و چې موږ بله چاره نه لرله. که اړتیا وي، سل ځله به یې بیا هم ترسره کړم. هغوی نه شي کولای اټومي وسله ولري او نه به یې ولري.»
ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې ځینو تازه موضوعاتو، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي، ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د رسنیو د راپورونو خلاف، د دې اوبو لارې کنټرول د امریکا په لاس کې دی.
هغه ایران د «منځني ختیځ زورواکي» په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې ایران پر قطر، بحرین، کویټ او متحده عربي اماراتو هم بریدونه کړي وو. د ټرمپ په وینا، که د امریکا پوځي اقدام نه وای، ایران به دغه هېوادونه له منځه وړي او د امریکا پر خاوره د برید لپاره به چمتو شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې امریکا او ایران څو پړاوونه جګړه او خبرې اترې تجربه کړې دي، خو تر اوسه د جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړې ته نه دي رسېدلي.
وروسته له هغه چې د سیمې د هېوادونو په منځګړیتوب وروستۍ خبرې هم بې پایلې شوې، ډونالډ ټرمپ پرون اعلان وکړ چې د ایران پر وړاندې د «تر ټولو ویجاړوونکي اقتصادي عملیات» د پیلولو امر یې کړی دی.
