د افغانستان د پخواني حکومت لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وایي، طالبان له جنګي اسیرانو او وژل شویو کسانو سره په چلند کې «نړیوال قوانین، اسلامي اصول او انساني اخلاق» نقضوي او «د بشریت پر وړاندې جنایت» ترسره کوي.
حمیدي نن (جمعه، ۳۰ د زمري) پر اېکس لیکلي چې «له مړو سره د انساني کرامت خلاف چلند د ناپوهۍ نښه ده.»
په وروستیو ورځو کې د طالبانو ځینو غړو په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې کړې دي چې ښيي هغوی د وژل شویو کسانو له جسدونو سره ناوړه چلند کوي.
له هغو دوو ویډیوګانو څخه چې په دې وروستیو کې یې پراخ غبرګونونه راپارولي، یوه یې د بدخشان اړوند ده. په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې د طالبانو یو غړی خپله پښه د یوه سپین ږیري د جسد پر سر او مخ ږدي او سپکوونکې خبرې کوي.
ویل کېږي چې دغه جسد د جمعهخان فاتح د یوه ملګري دی چې د فاتح له کابل ته انتقالېدو وروسته په بدخشان کې وژل شوی دی.
