د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د «شمالي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې» د اسنادو او مدارکو له ارزونې وروسته د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ ۱۰ زره جریبه ځمکه «امارتي» بللې ده.
دغه وزارت نن (شنبه، د وږي ۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې یاده ځمکه د نهرشاهي ولسوالۍ د مؤمنآباد په سیمه کې موقعیت لري او د «ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون» یې دوسیه د شمال زون ځانګړې محکمې ته سپارلې وه.
د طالبانو د عدلیې وزارت زیاته کړې چې ځانګړې محکمې «د ځمکې د متصرفینو او کمېسیون اسناد او مدارک، د املاکو دفاتر په دقیقه توګه وکتل او له اړوندو ادارو څخه یې معلومات ترلاسه کړل» او پرېکړه یې وکړه چې ټوله یاده ځمکه، چې ۱۰ زره جریبه کېږي، د دولت (امارت) ملکیت دی.
دغه وزارت ویلي چې د دې پرېکړې له مخې، «متصرفین باید یاده ځمکه د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون ته وسپاري.»
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه زره جریبه ځمکه او څو لوی ښارګوټي ارزولي او «امارتي» یې اعلان کړي دي. د دې ډلې د پرېکړو له مخې، دغه ځمکې دولتي بلل کېږي او باید د طالبانو تر واک لاندې راوستل شي.
خو د ځمکو او ښارګوټو مالکانو ویلي چې د ملکیت معتبر او رسمي اسناد لري، مګر د طالبانو محکمې د دوی اسنادو ته پاملرنه نه کوي.
