د افغان کډوالو د ملاتړ کوونکو امریکايي پخوانیو سرتېرو ائتلاف، چې «افغان ایوک» نومېږي، وايي د یوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې ۷۲ سلنه امریکايي ځوابویونکي په افغانستان کې د خپل هېواد د پخوانیو متحدینو او همکارانو د منلو ملاتړ کوي.
دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هغو افغانانو د منلو ملاتړ، چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی، له ۵۲ سلنې څخه ۷۲ سلنې ته لوړ شوی دی.
«افغان ایوک» ویلي، کله چې له ځوابویونکو څخه د امریکا د ماموریت په ملاتړ کې د افغان همکارانو د رول په اړه معلومات ورکړل شي، نو د هغوی د منلو ملاتړ په څرګند ډول زیاتېږي.
د ۲۰۲۶ کال په ټاکنو کې ۸۴ سلنه احتمالي رایهورکوونکو ویلي چې امریکا باید له هغو افغانانو او د هغوی له کورنیو څخه د ساتنې لپاره خپله ژمنه پر ځای وساتي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.
بث اوپنهایم، د «هایس» یا (HIAS) ادارې مشره او اجرائیوي رییسه، چې د دې نظرپوښتنې له شریکانو څخه ده، ویلي: «د هرې شمېرې او احصایې تر شا یوه کورنۍ ولاړه ده چې راتلونکی یې د هغې ژمنې له امله، چې امریکا کړې خو لا یې نه ده عملي کړې، په ځنډ کې پاتې دی. ځینې یې له کلونو راهیسې انتظار باسي. ځینې د امریکايي اتباعو او پوځي سرتېرو پلرونه، مېړونه یا اولادونه دي. د امریکا خلک خنډ نه دي؛ د حکومت بېعملي خنډ ده. واشنګټن باید ځان له دې واقعیت سره برابر کړي.»
شاون وندایور، د «افغان ایوک» مشر او بنسټګر، ویلي چې د امریکا حکومت له درېیو کلونو څخه د زیاتې مودې لپاره له هغو افغانانو سره خپله ژمنه عملي کړه چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې کار کړی و، خو وروسته یې دغه پروګرام بند کړ.
هغه زیاته کړې: «یوه دیموکراته او یوه جمهوريپاله مؤسسه په ګډه له خلکو وپوښتل او د هرو څلورو جمهوريپالو رایهورکوونکو څخه درېیو وویل چې باید دا ژمنه عملي شي. دا یوه پرېکړه وه او بدلېدای شي.»
د دې نظرپوښتنې له مخې، ۷۶ سلنه ځوابویونکي د هغو افغانانو لپاره د بیا ملاتړ له پیلولو سره موافق دي چې مخکې په امریکا کې د بیا مېشتېدو لپاره تأیید شوي وو؛ له دې ډلې ۵۳ سلنه په کلکه د دې اقدام ملاتړ کوي.
همدارنګه، ۷۳ سلنه ځوابویونکي د دې ملاتړ کوي چې افغان متحدینو ته اجازه ورکړل شي، تر هغه وخته په امریکا کې پاتې شي چې د دوی دوسیې وڅېړل شي.
دا نظرپوښتنه په داسې وخت کې خپرېږي چې امریکا ته د افغانانو د ورتګ لارې تړل شوې دي.
د ټرمپ حکومت د افغانستان د اتباعو پر امریکا ته د ننوتلو بندیز لګولی دی. په همدې حال کې، زرګونه هغه افغانان چې پخوا یې له امریکا سره په افغانستان کې کار کړی، لا هم په دغه هېواد کې د بیا مېشتېدو په تمه دي. د دغو کډوالو یوه برخه په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ ده.
