د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې د مرستو د وېش پر وړاندې د محدودیتونو په اړه ویلي چې د دغو محدودیتونو ډېره برخه د مرستو رسولو په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنې له امله رامنځته شوې ده.
د اوچا په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۶ کال په جولای میاشت کې په ټول افغانستان کې بشري مرستو شریکانو د لاسرسي اړوند ۳۰ پېښې ثبت کړې دي. دا شمېر د جون میاشتې له ۶۰ ثبت شویو پېښو سره په پرتله ۵۰ سلنه کموالی ښيي.
د راپور له مخې، د بشري فعالیتونو په پلي کولو کې لاسوهنه لا هم د مرستو د لاسرسي تر ټولو ډېره راپور شوې ستونزه وه چې ۱۶ پېښې پکې شاملې وې.
اوچا ویلي چې د دغو پېښو تر ټولو ډېره برخه په سوېلي حوزه کې ثبت شوې او ورپسې لوېدیځه حوزه وه.
له بشري فعالیتونو سره د لاسوهنې له ۱۶ پېښو څخه، څلور د هوکړهلیکونو د لاسلیک په برخه کې له ځنډ یا ستونزو سره تړاو درلود، درې د مرستو د ترلاسه کوونکو په ټاکنه کې د لاسوهنې او درې نورې د پروګرامونو په پلي کولو کې د لاسوهنې اړوندې وې.
د اوچا په وینا، په دوو پېښو کې طالبانو له بشري مرستو رسوونکو سازمانونو څخه د کارکوونکو د نوملړ او نورو حساسو معلوماتو غوښتنه کړې وه.
د کارکوونکو د ګومارنې په بهیر کې لاسوهنه، له ښځینه کارکوونکو سره د محرم د ملګرتیا لازمي کول، د بشري مرستو په چارو کې د ښځینه کارکوونکو د ګډون محدودول او د مرستو د ترلاسه کولو ځایونو ته د خلکو د لاسرسي مخنیوی، د طالبانو له لوري د لاسوهنې له نورو مواردو څخه بلل شوي دي.
د اوچا په وینا، د جولای په میاشت کې د بشري مرستو له کارکوونکو، شتمنیو او یا تأسیساتو سره د تاوتریخوالي ۱۲ پېښې هم ثبت شوې دي. په دې پېښو کې د بشري مرستو د دوو کارکوونکو نیول، پر مرستندویه کارکوونکو دوه فزیکي بریدونه، د ګواښونو دوه پېښې، د جامو د اغوستلو د مقرراتو د پلي کولو درې پېښې او د بشري مرستو په چارو کې د ښځینه کارکوونکو د ګډون د محدودولو دوه پېښې شاملې وې.
اوچا ویلي چې د راپور ورکولو په موده کې طالبانو په هرات کې په یوه پېښه کې د یوه ساختماني چارو سرپرست، یوه امنیتي ساتونکی او پنځه کارګران هغه مهال ونیول چې په یوه د منلو مرکز کې یې ساختماني چارې په موقتي توګه ځنډولې وې.
د اوچا په وینا، که څه هم ډېری نیول شوي کسان وروسته خوشې شول، خو د ساختماني چارو سرپرست د جولای تر ۲۸مې پورې په بند کې پاتې شو.
په یوه بله جلا پېښه کې، په هرات کې دوه بشري مرستندویه کارکوونکي هم نیول شوي دي. دغه پېښې، له ګواښونو او فزیکي بریدونو سره د اړوندو راپورونو ترڅنګ، لا هم د بشري مرستو د کارکوونکو د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتوي.
اوچا زیاته کړې چې دغو محدودیتونو د پام وړ اغېزې لرلې دي.
د راپور له مخې، ۱۸ پېښو د پروګرامونو د موقتي ځنډېدو لامل شوې، په داسې حال کې چې دوو پېښو د تأسیساتو د موقتي تړل کېدو سبب شوې دي.
