د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ د «احسان مېنې» په نوم د یوه ښارګوټي څه باندې ۶۹ جریبه ځمکه «امارتي» ثابته شوې ده.
دغه وزارت نن (یکشنبه، د سنبلې ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د «مرکز زون د امارتي غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې» د دغه ښارګوټي د ۳۶۴ جریبه ځمکې اسناد څېړلي او ۶۹.۴۵ جریبه ځمکه یې «امارتي» تشخیص کړې ده.
د «احسان مېنې» په ښارګوټي کې د استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې د ۱۳۹۰مې لمریزې لسیزې په جریان کې پیل شوې وې. دغه ښارګوټی د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ په «کمري» سیمه کې موقعیت لري.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په پلازمېنه کابل او د هېواد په ولایتونو کې د بېلابېلو ښارګوټو د ملکیت اسنادو د څېړلو بهیر پیل کړی دی. دې ډلې تر اوسه په کابل، غزني، بلخ، هرات، ننګرهار او نورو ولایتونو کې څو ښارګوټي په بشپړه توګه یا د هغوی یوه برخه «امارتي» اعلان کړې ده.
له دې جملې څخه په دوو مواردو کې، د کابل په لوېدیځ کې د «امید سبز» ښارګوټي اوسېدونکو او د غزني په مرکز کې د «نوآباد» ښارګوټي اوسېدونکو ته د سیمې د تخلیې امر هم صادر شوی دی.
