د کانګو د ډیموکراتیک جمهوریت په پلازمېنه، کینشاسا کې د واده په مراسمو کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د کانګو رسمي خبري اژانس «ایسيپي» راپور ورکړی چې دا پېښه د شنبې سهار (د وږي ۱۴مه) د پلازمېنې په شمال کې د «لینګوالا» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د لینګوالا ښاروال، نوربرت موشینګا ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ۲۲ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړې چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی او ښايي د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.
د موشینګا په وینا، تر اوسه د اورلګېدنې اصلي لامل نه دی معلوم.
ځايي رسنیو په بېلابېلو راپورونو کې د اورلګېدنې احتمالي لاملونه «د برېښنا په سیستم کې ستونزه» او «د تالار د سینګار له امله رامنځته شوې ستونزه» بللې ده.
ځايي چارواکو ویلي چې د تالار یوازې یوه تنګه دروازه د وتلو لپاره موجوده وه، چې له امله یې د مېلمنو ایستل له ستونزو سره مخ شول. لوګي او لمبو هم د تېښتې لارې بندې کړې او د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال یو شمېر کسان تر پښو لاندې شول، چې له امله یې د قربانیانو شمېر لوړ شو.
د کانګو د کورنیو چارو وزیر، ژاکمن شاباني، د پېښې له ځای څخه لیدنه کړې او دا پېښه یې «یوه تراژیدي» بللې ده.
د ناوې او زوم ژوند ژغورل شوی دی. د کانګو د ملي ټلویزیون یو تصویر اخیستونکی هم د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دی.
