د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې، روزماري دیکارلو سره په ټیلیفوني تماس کې خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، ۱۵ د وږي) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ د همکاریو د عمومي وضعیت او په راتلونکي کې د دغو همکاریو د لا پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.
د دغه وزارت په وینا، دواړو لورو د دوحې پروسې په چوکاټ کې د راتلونکو تعاملاتو او همکاریو په اړه خپل نظرونه هم شریک کړي دي.
روزماري دیکارلو په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د افغانستان لپاره د دوحې پروسې د درېیمې ناستې مشري کړې وه. دغه ناسته د طالبانو او نورو اړوندو لورو په ګډون، خو د افغان ښځو او مدني ټولنې د استازو له ګډون پرته ترسره شوې وه.
دیکارلو د دې ناستې له پای ته رسېدو وروسته ویلي و چې له طالبانو سره خبرې «صریحې» او «ګټورې» وې. هغې همداراز ویلي و چې «افغانان چمتو نه دي چې د یوه مېز شاوخوا راټول شي.»
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د سیاسي او سولې چارو په برخه کې د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې کابل ته هم سفر کړی و او له طالب چارواکو سره یې د دوحې پروسې، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او بشري مرستو په اړه خبرې کړې وې.
