
پکتیا کې یوې سیمه ييزې سرچینی پنجشنبه د تلی ۹ مه اطلاعات روز ته وويل چې د اختر محمد په نوم یو کس، چې د پکتیا د کرنې ریاست کې يې دنده درلوده چهارشنبه، د تلې مه د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوید سرچینی د معلوماتو له مخي اختر محمد شاوخوا ۳۲ کاله عمر درلود او تر دې وړاندې د طالبانو په ليکو کې جنګېدلی و نوموری تبره ورځ د احمدابا ولسوالۍ کې وژل شوی دی.د اختر محمد د وژنی علت تر اوسه نه دی روښانه شوی چې ايا د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی او که د طالبانو د کومې مخالفې ډلې د بريد هدف کرخېدلی دی.
